ملګري ملتونه: د طالبانو د مداخلې له امله لسګونه بشري پروژې وځنډول شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر وايي، د روان کال په سپټمبر میاشت کې د ۱۷۳ مواردو له امله د بشري مرستو ۸۳ پروژې په لنډمهالې توګه وځنډول شوې. دغه دفتر وايي، ۹۸ سلنه موارد د طالبانو د مداخلې له امله رامنځ ته شوي او د تېر کال په پرتله دغسې پېښې ۶۶ سلنه ډېرې شوې.

د اوچا د راپور له مخې، چې د سې شنبې په ورځ د لړم میاشتې پر لومړۍ نېټه خپور شو، د روان کال په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې دوه تاسیسات په لنډمهالې توګه وتړل شول او یوه پروژه بل ځای ته ولېږدول شوه.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په دغو مواردو کې په ترتیب سره د هېواد جنوبي، ختیزې او لوېدیزې سیمې تر ټولو ډېرې اغیزمنې شوې دي.

د دغه راپور له مخې، په دغو مواردو کې په بشري فعالیتونو کې لاسوهنه، د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او په هېواد کې دننه د بنسټونو، کارکوونکو او توکو پر تګ راتګ او لیږدونې محدودیتونه شامل دي.

د اوچا راپور ښيي چې په دې موده کې د بشري عملیاتو ۹ کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي او درې تاسیسات په زوره تړل شوي دي.

اوچا زیاتوي: "دا پیښې په دوامداره توګه عملیاتي چاپیریال ګډوډوي."

په راپور کې راغلي چې د سپټمبر په میاشت کې د پروګرامونو په پليتابه کې د طالبانو د نېغې لاسوهنې ۷۳ قضیې، د کارکوونکو په ګومارنه کې د لاسوهنې ۳۵ قضیې، له کارکوونکو د حساسو معلوماتو په غوښتلو کې د لاسوهنې ۱۹ پېښې او پر بهیرونو د نفوذ پنځه پېښې ثبت شوې دي.

د توکو رسولو، د ښځینه کارکوونکو په ګډون د بندیزونو پنځه قضیې او د ښځو د جامو په اړه درې قضیې راپور شوې دي.

د دغه راپور له مخې، د ناقانونه مالیې غوښتنې، د مرستو ضبطول، د اسنادو په لاسلیک کې ځنډ او د ګومارنې اسانتیاوو په ګډون د طالبانو د مداخلې نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

دا راپور ښيي چې د طالبانو د نوي قانون له تصویب وروسته د طالبانو امر بالمعروف وزارت په ۴۸ مواردو کې په بشري چارو کې لاسوهنه کړې ده.

د اوچا د راپور له مخې، په دې لاسوهنو کې د دفترونو څار، د کارمندانو توقیف، د کارځایونو جلا کول، د حساسو معلوماتو غوښتل او د ښځینه کارکوونکو د پوښښ اړوند مسالې شاملې دي.