طالبانو د کابل اوسېدونکي ګواښلي چې د کور په کور تلاشۍ څخه ویډیو او انځورونه وانه خلي
د طالبانو جنګیالیو په کابل کې د کور په کور د پلټلو پرمهال خلک ګواښلي، چې د تلاشۍ پرمهال یې ویډیوګانې وانه خلي. طالبانو ویلي، چې ښایي دا انځورونه او ویډيوګانې افغانستان انټرنشنل ته ولېږل شي.
طالبانو تېره ورځ یو ځل بیا په کابل کې د کور په کور د پلټلو بهیر پیل کړی دی.
ډېریو کابل مېشتو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو غړي ښځې او نارینه په جلا جلا توګه ګواښي، چې د تلاشۍ د بهیر انځورونه او ویډيوګانې باید وانه خیستل شي.
د سیمې د خلکو په خبره، هغه انځورونه او ویډیوګانې چې د کورونو د پلټلو له بهیر څخه اخیستل کېږي، ښایي یادې شبکې ته ورسېږي.
د کابل اوسېدونکي وایي، چې طالبانو د کورونو د پلټلو بهیر د دوشنبې په ورځ پیل کړی و او نن هم د ښار په بېلابېلو سیمو کې روان و.
سرچینو د سې شنبه په ورځ وویل، چې طالبانو د کابل په خیرخانه کې د کورونو پلټل پیل کړي دي.
د کابل اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په لېږلو سره د طالبانو په دې اقدام نیوکه کړې ده او یوه هېوادوال ویلي دي، چې طالبانو د نشه یي توکو د ترلاسه کولو په پلمه د دوی کور تلاشي کړی دی.
د طالبانو له محدودیتونو سره سره بیا هم یو شمېر هېوادوال د پېښو په اړه رسنیو ته راپورونه ورکوي.
دغو انځورونو او ویډیوګانو په ځینو مواردو کې د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو ادارو پراخ غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.