پر ایران د برید په اړه ټرمپ نتنیاهو ته: هر څه دې چې زړه غوښتي وي هغسې ورسره وکړه

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند دونالډ ټرمپ پر اسراییل د ایران احتمالي برید ته په اشارې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ویلي، «باید هر هغه څه ترسره کړې، چې زړه دې غوښتي وي.»

ټرمپ ویلي، چې دمګړۍ اسراییل له ستر ګواښ سره مخامخ دی.
ډونالد ټرمپ د العربیه شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جویایډن د اسراییل لومړي وزسر ته ویلي چې په دې اړه دې له څه کولو څخه ډډه وکړي.
هغه له نتنیاهو وغوښتل، د بایډن د غوښتنې خلاف دې هغه څه وکړي چې هغه د بریالیتوب تر پوړیو رسوي.
ټرمپ دا رنګه د جوبایډن سیاستونه «وحشت‌ناک» وبلل.
د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې په رسنیو کې د استخباراتي اطلاعاتو له مخې، ښايي ډېر ژر اسراییل پر ایران برید وکړي.

دغه اسناد چې همدغه تېره جمعه په ډاګه شوي، ښيي چې اسراییل پر ایران د برید لپاره جګړه‌ییز مهمات او هوايي ځواک چمتو کوي.