محمود صیقل: قطر د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل د قطر او اندونیزیا ترمنځ د تحصیلي بورسونو د هوکړه لیک په لاسلیک نیوکه وکړه او ویې ویل، چې قطر افغانستان د ښځو په زندان او د ترهګرو په ځاله بدل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه هوکړه لیک په داسې حال کې شوی چې ګواکي افغانستان په قطر پورې تړاو لري.
دغه هوکړه لیک چې دوه ورځې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ لاسلیک شوی، پر بنسټ یې یو شمېر افغان محصلین به په اندونیزیا کې تحصیلي بورسیې ترلاسه کړي.
د دې هوکړه لیک موخه په اندونیزیا کې د تحصیلي بورسونو له لارې د افغانانو د انساني ظرفیت پیاوړتیا بلل شوې ده.
ښاغلي صیقل همداراز زیاته کړې: «په افغانستان پورې اړوند هر ډول هوکړه لیک کې باید د د دغه هېواد د مشروع حکومت د استازي لاسلیک هم وي.»
نوموړي قطر پر دې هم تورن کړ، چې طالبان یې بیا ځلې واک ته ورسول او همداراز یې وویل، چې اوس دغه هېواد د افغانستان په استازیتوب له اندونیزیا سره تحصیلي هوکړه لیک لاسلیکوي، په داسې حال کې چې دوی خپله افغانستان په نړۍ کې د ترهګرو په ځاله او د ښځو په زندان بدل کړ.
قطر له کلونو راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر او له امریکا سره د مذاکراتو کوربه و او د بین الافغاني سولې ابتدایي ناکام مذاکرات هم په دوحه کې وشول.
طالبان له قطر سره ډېرې ښې اړیکې لري او د دې هېواد لومړی وزیر له لومړنیو بهرنیو چارواکو څخه و، چې د طالبانو له مشر سره یې په کندهار کې ولیدل.