عراقچي: که اسراییل پر ایران هر ډول برید وکړي، ایران به ورته ځواب ورکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کویټ ته د خپل سفر پر مهال په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي، که اسراییل پر ایران هر ډول برید وکړي، ایران به په هم هغه ډول پر اسراییل ځوابي برید وکړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د بحرین له شاه سره تر لیدنې وروسته کویټ ته تللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر به له خپل کویټې سیالانو سره په سیمه کې د وروستیو حالاتو او د اسراییلو له لوري د روان تاوتریخوالي په اړه خبرې اترې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کویټ کې په یوه خبرې ناسته کې خبریالانو ته د اسراییل له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو برید ته په اشارې وویل؛ دا یو نړۍوال جنایت دی، که اسراییل پر ایران هر ډول برید وکړي ایران به پر اسراییل ورته ځوابي برید وکړي.
نوموړی وایي، اسراییل په سیمه کې د جګړې د پراخولو هڅه کوي او ایران باید په سیمه کې د دې ناورین مخه ونیسي.
عراقچي وویل، چې په غزه او لبنان کې وضعیت ترینګلی دی او د اسراییل بریدونه باید ودرول شي.
همدارنګه عراقچي په سیمه کې د امریکايي پوځي اډو د شته‌والي په اړه هم اندېښنه وښوده. نوموړی وايي، په سیمه کې د امریکا پوځي اډې لیدل کېږي او په کویټ کې د امریکايي پوځي اډو په اړه به خپل معلومات د کویټ له مسوولینو سره هم شریک کړي.