پر انځور او ویډیو د طالبانو اختلاف؛ د خوست والي د غونډو عکس نه خپروي، خو مرستیال یې خپروي

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ځینې ادارو د خواله رسنیو پلټنه کړې، چې ښيي خوست کې د طالبانو والي د خپلو غونډو انځورونه نه خپروي، خو په مقابل کې د هغه مرستیال د خپلو لیدنو عکسونه خپروي. خوست کې خبریالان وايي، یو طالب چارواکی یې غونډو ته له کمرو سره غواړي، خو بل یې نه غواړي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د خوست ولایت په شېخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پرمهال خبریالان له ویډیو او انځور اخیستو منع کړل.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم سفر په اړه د خوست ولایت مقام په ټولنیزو رسنیو کې د غونډو د راپورونو سره یوازې د شېخ زاید پوهنتون او د جهادي مدرسې د ودانیو انځورونه خپاره کړل.

په خوست کې د طالبانو والي عبدالقیوم روحاني چې ملاهبت الله ته نژدې کس دی، د خپلو لیدونو او غونډو انځورونه او ویډیوګانې نه خپروي او نه هم خبریالان له کامرو سره غونډې ته پرېږدي.

خو د خوست د والي مرستیال محبوب شاه قانت چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نژدې کس دی د ولایت مقام اړوند په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو فعالیتونو انځورونه او ویډیوګانې خپروي.

وروستي انځورونه یې د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ ته د سفر پرمهال خپاره کړي دي، چې د سراج الدین حقاني لخوا مرسته شوي خوراکي توکي یې ویشلي دي.

په خوست کې ځینو ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې والي یې له کامرو سره غونډو ته نه پرېږدي خو د والي مرستیال محبوب شاه قانت بیا له خبریالانو ښې اړیکي پالي او له کامرو سره یې غونډو ته دعوت کوي.

ننګرهار

د افغانستان انټرنشنل د پلټنو له مخې د طالبانو د امریالمعروف وزیر خالد حنفي ننګرهار ته خپل وروستي سفر پرمهال د غونډو انځورونه د ننګرهار مقام د رسنیو دفتر په ټولنیزو پاڼو کې نه دي خپاره شوي.

د ځینو ځايي خبریالانو په وینا چې په دغو غونډو کې خبریالان له کامرو سره نه و غوښتل شوي.

خو بیا نن د سې شنبې په ورځ « د لړم ۱مه» نېټه د ننګرهار مرستیال والي عزیز الله مصطفا د واکسین کمپاین لپاره په یوه غونډه کې کډون کړی او بیا ددې غونډې انځورونو ترڅنګ د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر د څو پرلپسې ناستو انځورونه په ټولنیزو رسنیو په پاڼو کې خپاره کړي دي.

لغمان

تېره ورځ لغمان ته د طالبانو امربالمعروف وزیر خالد حنفي د خپل سفر پرمهال نه هم خبریالانو ته له کامرو سره په غونډه کې اجازه ورکړې او نه یې هم د غونډې انځورونه د لغمان ولایت مقام اړوند ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي دي.

خو د لغمان لپاره د طالبانو د والي شېخ شېر احمد حقاني د نن ورځط د څو لیدنو انځورونه د لغمان ولایت رسنیو او اړیکو دفتر اړوند ټولنیزو رسنیو له خوا خپاره شوي دی.

پر انځور او ویډیو د طالبانو اختلاف

ډیری افغانان د طالبانو د دې روانو ننداریو په اړه هم حیران دي، په یو شمېر ولایتونو ځايي خبریالان وايي چې پر انځورونو او ویډیوګانو د طالبانو د اختلافاتو شاهدان دي.

دوی زیاتوي ځیني طالب چارواکي په ولایتونو کې له کامرو سره بلنه ورکوي؛ خو ځیني بیا یوازې یې د غږونو د ثبتولو اجازه ورکوي.

په همدې حال کې د افغانستان انټرنشنل د یو راپور بنسټ چې د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون له مخې په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیز، د طالبانو په منځ کې نارضایتۍ راټوکولې دي.

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د حقاني د ډلې اړوند کسان چې ډیری تبلیغاتي مرکزونه ددوی له خوا اداره کیږي، پر رسنیو د نویو بندیزونو مخالف دي او دا ګام د دې ډلې د منزوي کولو هڅه ګڼي.