میر رحمان رحماني د امریکايي چارواکو خلاف خپل شکایتونه بېرته واخستل

د افغانستان د ولسي جرګې دوو مخکینیو غړو د امریکا د بندیزونو له نوملړه د دوی د نومونو ایستلو په تړاو د خبرو اترو جریان کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو خلاف خپل مدني شکایت بیرته اخستی.

د امریکا د مالیې وزارت د افغانستان د ولسي جرګې مخکینی رییس میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې تحریم کړل. د متحده ایالاتو مالیې وزارت پر هغوی تور ولګاوه چې په افغانستان کې یې په قراردادونو کې درغلي کړې ده.

رحماني او د هغه زوی دا تورونه ردل کړل او د جنوري پر ۳۱ مه یې له قانوني لارو دا پریکړه وننګوله. د محکمې د یوه رپوټ له مخې، هغوی اوس د بندیزونو په تړاو د خبرو اترو په ترڅ کې خپل شکایت بیرته اخستی.

رحماني د سازمان شویو جرمونو او درغلیو د رپوټ ورکولو پروژې ته ویلي، چې « د خبرو اترو او وخت د څرنګتیا په اړه څه نه شو ویلای، خو تر اوسه چې کوم پرمختګونه شوي ورته هیله من یو او په لنډ وخت کې ددې مسالې د حل په تمه یو»

د ولسي جرګې دې دوو پخوانیو غړو د امریکا د بهرنیو چارووزیر انتوني بلینکن او مالیې وزیر جانټ یېلن خلاف مدني شکایتونه کړي وو.

د امریکا د بندیزونو قانون له مخې د یېلن او بلینکن پر وړاندې د رحماني د کورنۍ شکایتونه له جنجال سره مخ کېدای شي.

د سازمان شویو جرمونو او درغلیو د رپوټ ورکولو پروژه وايي، یوازینۍ لار چې دوی د محکمې پر پرېکړه اعتراض وکړي، د اداري پروسیجر قانون و او دا په دې معنا ده، چې دوی باید ثابته کړې واي چې د مالیې وزارت پر دوی د بندیزونو په برخه کې قوانینو ته پام نه دی کړی.

د رپوټ له مخې، ددې چارې ثابتول سخت دي ځکه رحماني ښايي هغه شواهد نه وي لیدلي، چې د بندیزونو لپاره کاریدلي دي.