طالبان: د روان کال په دویمه ربعه کې مو له ۳۴‌زرو څخه پر ډېرو کسانو د کار جوازونه وېشلي

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د روان کال په دویمه ربعه کې یې د څه کم دوه نیم زره ښځو په ګډون پر ۳۴۶۰۴ کسانو د کار جوازونه وېشلي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د سې شنبې په ورځ د (لړم لومړۍ نېټه) د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره وایي، چې ۱۴۰۳ لمریز کال په دویمه ربعه کې یې ۳۴۶۰۴ کسانو ته د کار جوازونه وېشلي دي.
نوموړی وایي، په یادو کسانو یې په دولتي او خصوصي سکټور کې ۲۴۹۹ تنو ښځو ته هم د کار جوازونه ویشلي دي.
نوموړی زیاته کړې، چې یو شمېر بهرنیو وګړو ته یې په افغانستان کې د کار کولو جوازونه هم ورکړي دي.
ښاغلی ابراهیمي وايي:« په کومو برخو کې چې د مېرمنو کار ته اړتیا لیدل کېږي او د دوی خدمتونه د نجونو او مېرمنو لپاره وي مېرمنې هم په کار ګومارل شوې دي.»
نوموړی وايي، د روان کال د لومړۍ ربعې پرتله د کار د جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
خو یو شمېر کسان بیا شکایت کوي، چې د طالبانو له لوري د کار د جوازونو وېش د متوسطو متشبیثینو پر کارونو منفي اغېزې کړې دي او ډېری کسان اړ شوي، چې خپل واړه کاروبارونه پرېږدي.
که څه هم طالبان په کور دننه د کاري زمینو د برابرولو په اړه ډېری وختونه تبلیغات کوي؛ خو بیا هم هره ورځ لسګونه کسان د بې کارۍ له امله پر نا قانونه لارو د کار په لټه له هېواده تښتي.