قزاقستان افغانستان ته د موټرو صادرات څېړي

د قزاقستان حکومت اعلان کړی، چې طالبانو له دوی څخه غوښتي څو افغانستان ته د دې هېواد د موټرو د صادرولو په اړه څېړنې وکړي. سرچینو کازانفورم خبري اژانس ته ویلي، دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو صادراتي موټرو د پلور او خدماتو وړاندې کولو د مرکزونو د جوړولو لپاره ځیني پروګرامونه لري.

د قزاقستان یاد خبري اژانس د سې شنبه په ورځ (د لړم لومړۍ) نېټه راپور ورکړی، چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین ویلي، چې له طالبانو سره د همکاریو یو بل پلان په افغانستان کې د ځمکنیو اکتشافاتو، کان کېندنې او د جامدو معدني سرچینو د استخراج او پروسس په برخه کې د ګډو پروژو تطبیق دی.
دا موضوعګانې په الماتا کې د طالبانو او قزاقي چارواکو ترمنځ مطرح شوې دي.
د قزاقستاني رسنيو د راپور پر بنسټ، په روان کال کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو مبادلاتو کچه په تېرو اتو میاشتو کې له ۳۳۰ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات و، چې ۳۱۵ میلیونه ډالره یې د قزاقستان صادرات جوړوي.
اوړه او غنم بیا افغانستان ته د قزاقستان د صادراتو اتیا سلنه برخه جوړوي.
معدني اوبه، مېوې او درمل هم افغانستان ته د قزاقستان د صادراتو په نوملړ کې شامل دي.
له دې سره د قزاقستان د کرنې وزیر مرستیال بیا له طالبانو سره په کرنیزه برخه کې هم د دوه اړخیزې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په تېرو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۶۷ میلیونه ډالرو څخه زیات و.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه کولی شي د نږدې همکاریو له لارې د سوداګریزو کچه تر یو میلیارد ډالرو ورسوي.