طالبان وایي، په غور ولایت کې یې سېلاب ځپلو ته شاوخوا سل کورونه تر جوړولو وروسته سپارلي دي
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو راپور ورکړی، چې دغې ډلې په غور ولایت کې سېلاب ځپلو ته سل کورونه سپارلي دي.
د راپور له مخې، په غور ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مشر میر احمد مصمم ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د سلو نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شي.
هغه وایي:« په غور ولایت کې یې شاوخوا سل کورونه جوړ کړي، چې دغه کورنه به اړمنو او سېلاب ځپلو کورنیو ته وسپارل شي.»
هغه وایي، د دغو نورو سلو کورونو د جوړولو لپاره یې تدارکاتي چارې مخ په بشپړېدو دي او په نږدې راتلونکې کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.
که څه هم په دغه راپور کې د دغو کورونو د لګښت او موقعیت په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو تر دې وړاندې (د غبرګولې په ۲۷مه) طآلبانو ویلي و، چې په غور ولایت کې یې د سېلاب ځپلو لپاره د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د طآلبانو لهخوا ویل شوي وو، چې په دغه ښآرګوټي کې به د سېلاب ځپلو لپاره شاوخوا ۲۰۰ کورونه جوړ کړي.
په غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۶۰ کسان مړه شوی او نږدې ۱۰۰۰۰ کورونه اغېزمن شوي وو چې له امله یې ګڼې کورنۍ بې ځایه شوې او ډېری یې يه خېمو کې شپې سبا کوي.
طالبانو تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې په ځینو ولایتونو کې یې سېلاب ځپلو او زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي؛ خو خلکو یې بیا د وېش په برخه کې شکایت لرلو، چې پر اړمنو کسانو نه دي ویشل شوي، او هغوی لاهم په خېمو کې شپې سبا کوي.
همدغه څو ورځې وړاندې له هلمنده داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبانو په دغه ولایت کې د اړمنو کسانو پر ځای د خپلې ډلې د غړو نومونه د مرستو لپاره مرستندویه ټولنې ته ورکړي وو.