د هند د بهرنیو چارو وزیر: هند او چین د سرحدي شخړو د هواري لپاره هوکړې ته سره رسېدلي دي

د هند د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل، هند او چین د څلور کلن پوځي دریځ د پای ته رسولو لپاره په خپله اختلافي پوله کې د ګزمې کولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

هندي چارواکو ویلي، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به ډېر ژه په دې اړه د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره خبرې وکړي.
د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکي وروسته له هغه خړ پړ شول، چې په ۲۰۲۰ کال کې په لویدیځې همالیا کې د دوی د سرتېرو تر منځ نښتو کې ۲۰ هندي او څلور چینایي سرتېري ووژل شول.
چین د دغو ستونزې د هواري په برخه کې هوکړې ته د رسېدو په تړاو لا څه نه دي ویلي.
په تېرو څلورو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ټکنۍ شوې وه.

هندي چارواکي وایي، له دغې هوکړې سره د دواړو خواوو سرتېرو ته اجازه ورکړل کېږي چې په لداخ سیمه کې د وضعیت څارنې لپاره ګزمې ترسره کړي.