د طالبانو د چارو ادارې مشر: د ازادې سيالۍ له لارې دندې د روڼتيا او پرمختګ لامل کېږي

پر طالبانو تور دی، چې له ډېرو ادارو یې د پخواني دولت ډېری کارکوونکي او مسلکي کسان له دندو لرې کړي، خو د دې ډلې د چارو ادارې مشر وايي، دولتي دندې د ازادې سيالۍ له لارې تر لاسه کول د روڼتيا او پرمختګ لامل کېږي.

نورالحق انور دا هم وایي، چې د ادارو لپاره په ټاکنو کې تقوا، تخصص او ژمنتيا مهمه ده.

ښاغلي انور د کور او ښار جوړولو وزارت د ۹۴ خالي بستونو د الکټرونيکي ازموينې اخيستلو پر مهال دا خبره کړې او زیاتوي، چې له دوی سره د روڼتیا احساس او انګيزه شته.

نوموړي په دولتي ادارو کې د اشخاصو د ټاکلو اړوند زياته کړه: «په دندو د اشخاصو ګمارنې لپاره د ازادې سيالۍ له لارې ازموینې اخیستل د روڼتيا او پرمختګ لامل ګرځي.»

په ورته وخت کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزير حمد الله نعماني هم د طالبانو په اداره کې د کار کولو مهم شرط «ژمنتيا، تخصص او امانتداري» ګڼلې ده.

دا مهال افغانان تر ټولو ډېر د خراب اقتصادي وضعت او د کار د نشتوالي څخه کړيږي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په تېرو درېيو کلنو کې تر ډېره هڅه کړې، چې خپلو جنګيالیو ته د کار زمينه برابره کړي.

پر دغه ډله نيوکه کيږي، چې د تير جمهوري دولت ډېری کارکوونکي له دندو لرې کړي او مسلکي بستونه يې غيري مسلکي کسانو ته ورکړي دي.

په تېرو درېيو کلونو د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله یو شمیر کسانو ځان وژنې هم کړي دي.