منځني ختیځ کې کړکېچ: اسراییلي پوځ د صفی الدین مړینه تایید کړه

د بېروت په څنډه کې د حزب الله د استخباراتو پر مرکز باندې د اسراییل له برید څخه څه د پاسه دوه اونۍ وروسته اسراییلي پوځ تایید کړه، چې په دې برید کې د حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین وژل شوی دی. د برید پرمهال د حزب الله ۲۵غړي له صفی الدین سره وو.

په عین حال کې العربیه د بېروت په سویل کې په المریجه سیمه کې له ۲۳نورو کسانو سره د هاشم صفی الدین د جسد د موندلو خبر ورکړ.

حزب الله تر اوسه د صفي الدین وژنه نه ده تایید کړې.

تېره اونۍ د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو وويل، چې د هېواد پوځ یې د حسن نصرالله ځای ناستی وژلی دی.

هغه زیاته کړه: "حزب الله د تېرو کلونو په پرتله ډېر کمزوری دی."

د اسراییل د پوځ ویاند هاګاري د پنجشنبې په ورځ د بېروت په څنډه کې د اسراییل د برید په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ په بېروت کې د حزب الله د استخباراتو مرکز په نښه کړ. دا د استخباراتو د څانګې د مشر ابو عبدالله مرتضی دفتر دی."

هغه زیاته کړه: «موږ پوهېږو چې هاشم صفی الدین هم ورسره و. د دغه برید پایلې لا تر څېړنې لاندې دي، حزب الله هڅه کوي، چې جزیات پټ کړي. کله مو چې خبر ترلاسه کړ، موږ به خلکو ته خبر ورکړو.»

د صفي الدین له وژل کېدو وروسته د حزب الله مرستیال نعیم قاسم له لبنانه وتښتېد او اوس په تهران کې دی.

د حزب الله مرستیال نعیم قاسم
د حزب الله مرستیال نعیم قاسم