د ایران د بهرنیو چارو وزارت: له افغانستانه د ایران د اوبو د حق ترلاسه کولو په هڅه کې یو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې هڅه کوي، د ایران د اوبو حق له افغانستانه تر لاسه کړي. نوموړی وایي، یاده مسله د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي له لوري څېړل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې له افغانستان څخه د ایران د اوبو د حق اخیستلو هڅې دوام لري.
نوموړي ویلي، چې دغه مسله حسن کاظمي قمي څېړي.
بقايي زیاتوي:« د دغه هېواد بهرنی سیاست د اشخاصو په بدلون سره نه بدلېږي او په تېرو درېیو کلونو کې د ایران ټولې هڅې د دې لپاره وې، چې د ایران او افغانستان تر منځ ګډې اندېښنې پای ته ورسېږي.»
اسماعیل بقايي همدارنګه په افغانستان کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره د ایران د هڅو د دوام په اړه وویل:« د دواړو خواوو ترمنځ اړیکي او په دې هېواد کې سوله او امنیت د ډېرو ستونزو او مسلو په حل کې مرسته کولای شي.»
خو طالبانو په ځلونو ویلي، چې ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې یې ایران ته د اوبو ورکولو حق تامین کړی دی.
څه موده وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو، چې طالبان ایران ته د اوبو ورکولو حق ته ژمن نه دي او د سېلابونو اوبه د ایران په حقابه کې حسابوي.
که څه هم طالبان او ایران په خپلو کې ډېر نږدي اړیکي سره لري؛ خو لا هم د ایران د حقابې او په ایران کې پر افغان کډوالو د ظلمونو مسایل د دواړو هېوادونو تر منځ په یو ترینګلي او لانجمن حالت کې پاتې دي.