بلېنکن: اسراییل دې د سنوار د وژل کېدو له فرصته د جګړو د پای ته رسولو په برخه کې ګټه واخلي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سې شنبه په ورځ په خبرو کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه وغوښتل، چې د حماس د مشر د وژلو له فرصت څخه دې د اکټوبر د اوومې نېټې د برید د یرغمل شویو د خوشې کولو او په غزه کې د جګړو د پای ته رسولو په برخه کې ګټه واخلي.

په غزه کې د جګړو له پیل راهیسې او د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د منځګړیتوب په موخه دا منځني ختیځ ته له پر له پسې ناکامو هڅو وروسته د بلېنکن یوولسم سفر دی.

رویټرز لیکلي، چې بلېنکن په لبنان کې د اسراییل او د ایران په ملاتړ د وسله والې ډلې حزب الله تر منځ د مخ په زیاتیدونکو شخړو د شنډولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دی.

نوموړی په داسې حال کې دغه سفر کوي، چې د شپې په اوږدو کې د بیروت دولتي روغتون ته نږدې د اسراییل په هوايي برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان دي.

بلېنکن دواړو لورو سره له سختې مبارزې سره مخ شوی دی.

نوموړی وایي، متحده ایالات هیله لري چې د حماس د مشر یحیی سنوار په مړینې سره به د سولې لپاره یو نوی فرصت برابر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: "د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټولو یرغمل شویو خوشې کول او په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یحیی سنوار وژنه یو فرصت ګڼي او وایي، چې د اسراییلیانو او فلسطینیانو لپاره باید دوامداره امنیت برابر شي.»

د بلېنکن د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د نتنیاهو له قوله لیکل شوي، چې د سنوار له منځه وړل به «ښایي د یرغمل شویو بېرته راستنیدو د جګړو د ټولو اهدافو په لاسته راوړلو او له جګړې وروسته ورځو کې مثبته اغېزه ولري.»