فتح الله ګولن د ۸۳ کلونو په عمر مړ شو

د ګولن خوځښت مشر او د رجب طیب اردوغان سیاسي مخالف فتح الله ګولن په امریکا کې د ۸۳ کالو په عمر مړ شو. پر نوموړي په ۱۳۹۵ کال کې د ترکیې د حکومت له خوا پر اردوغان د کودتا کولو تور پورې شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، فتح الله ګولن چې د ګولن خوځښت مشر او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سیاسي مخالف و، د یکشنبې په ورځ د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د ۸۳ کالو په عمر مړ شو.

د ګولن په نوم خوځښت د دغه ترکیې سیاستوال او مذهبي مشر په لاس جوړ شوی و.

د یاد خوځښت ملاتړي وايي، چې دوی د ریښتیني او معاصر اسلام استازیتوب کوي.

د ترکیې حکومت پر ښاغلي ګولن تور لګولی، چې نوموړي په ۱۳۹۵ کال کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر حکومت د ناکامې کودتا هڅه کړې وه.

خو نوموړي تل دا تورونه رد کړي وو.

فتح الله ګولن په ۱۹۹۹ کال کې امریکا ته ولیږدول شو او د دغه هېواد په پنسلوانیا ایالت کې یې ژوند کاوه.

دغه ترک سیاستوال د “خدمت” په نوم هم یو بنسټ جوړ کړی و، چې د خبري رسنیو، ژورنالیزم، افریقايي او اسیايي هېوادونو کې یې د ښوونځیو جوړولو کې فعالیت کوي.

خو په ۲۰۱۳ کال کې په ورستیو کې د ترکیې د حکومت له لوري د دغه بنسټ پر ځینو فعالیتونه بندیزونه ولګول شول.