د حزب الله نوی مالي مشر له دندې پیلولو څو اونۍ وروسته د اسراییلو برید کې ووژل شو

د اسراییلي د پوځ ویاند د دوشنبې په ماښام تایید کړه، چې د سوریې په پلازمینې دمشق کې پر یوه موټر د اسراییل د هوايي برید موخه د حزب الله د مالي څانګې مشر و.

دانیل هاګاري ویلي، چې نوموړی له ایران څخه حزب الله ته د پیسو د لېږدولو مسوول و. 

هاګاري زياته کړه، چې دغه کس په دې وروستیو اونیو کې د حزب الله مالي مسوولیت په غاړه اخیستی و.

نوموړي د حزب الله د دغه وژل شوي غړي د نوم له شریکولو ډډه وکړه.