سرچینې: طالبانو د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند نیولی دی

له کابل څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایید کړې، چې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند طالبانو د خپل کور له مخې له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولی دی. طالبانو د هغه د نیولو په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کار پوه جاوید مومند درې ورځې وړاندې د یو شمېر طالبانو له لوري ونیول شو او نامعلوم لوري ته وړل شوی.

جاوید مومند پنځه ورځې وړاندې پر خواله رسنیو کې له خپلو ادرسونو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي و، چې د طالبانو له لوري پر ټلویزیون له سیاسي بحثونو څخه منعه شوی دی.

هغه ته نږدې سرچینې وايي، چې نوموړی طالبانو نیولی او دوی ته نور معلومات نه شته چې چیرې یې وړی دی.

نوموړي پنځه ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو په یوه ویډیو کې د ایراني عسکرو له لوري د افغانانو وژلو ته سخت غبرګون ښودلی و.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسي پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو فعالو او مشهورو کسانو د جاوید مومند د نیولو کمپاین پیل کړی.

طالبانو تر اوسه پورې د پوهنتون د استاد او سیاسي چارو شنونکي جاوید مومند د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.