د ازادۍ جبهه: د کابل هوايي ډګر پر یوه برخه توغندیز برید کې مو طالبانو ته زیان اړولی دی

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، تېره شپه یې د کابل هوايي ډګر پر نظامي برخه توغندیز بریدونه کړي او طالبانو ته یې ځاني او مالي زیانانونه اړولي دي. طالبانو لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د دوشنبې په ورځ د (تلې ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر کابل هوايي ډګر د تېرې شپې توغندیز بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی او طالبانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

د دغې جبهې له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې تر توغندیز بریدونو وروسته یو شمېر کسان د هوايي ډګر نظامي سیمو ته ننوتي او طالبانو ته تر ځاني او مالي زیان اړولو وروسته بېرته له هوايي ډګره وتلي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد عملیات یې د طالبانو د هغه پلان شنډولو په موخه ترسره کړي، چې طالبانو غوښتل یو شمېر پخوانۍ جنګي الوتکې جوړې کړي او بیا یې د افغانانو پر ضد وکاروي.

د ازادۍ جبهه وايي، موخه یې په افغانستان کې د قانوني نظام رامنځته کول دي او غواړي افغانان د طالبانو له ظلمونو څخه وساتي.

طالبانو تر اوسه پورې پر کابل هوايي ډګر د توغندیزو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.