ټرمپ پر هارېس د ډیک چینې د لور د ملاتړ د ترلاسه کولو له امله نیوکه وکړه

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خواله رسنیو خپور کړي پیغام کې، د ډیک چینې لور لیز چیني "ډیره ناپوهه" او "جنګ پلوې" وبلله او زیاته یې کړه هغه غواړي د خپل پلار په څیر "د هر مسلمان هیواد سره" جګړه پیل کړي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاماله هارېس د متحده ایالاتو پخوانۍ جمهوري غوښتونکې استازې لیز چیني ته مخه کړې، چې د لا ډیرو جمهوري غوښتونکو رای ورکونکو ملاتړ ترلاسه کړي. لیز چیني د امریکا د پخواني ولسمشر د مرستیال ډیک چینې لور ده.

اغلې چیني او د هغې پلار ډیک چیني، چې د جورج ډبلیو بوش د ولسمشری پر مهال د هغه مرستیال و، دوه مشهور جمهوري غوښتونکي دي چې د هارېس ملاتړ یې کړی. پر ډیک چیني لاهم د ډیری ډیموکراټانو له خوا په عراق باندې د متحده ایالاتو د برید څخه د قوي دفاع له امله نیوکه کیږي

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خواله رسنیو خپور کړي پیغام کې، اغلې چیني "ډیره ناپوهه" او "جنګ پلوې" وبلله.

هغه په ​​نوموړې تور پورې کړ چې غواړي د خپل پلار په څیر "د هر مسلمان هیواد سره" جګړه پیل کړي او زیاته یې کړه چې د هغې پلار جورج ډبلیو بوش د منځني ختیځ جګړې ته ټیل وهلی و.