د متحده ایالاتو ټاکنې؛ د جنجالي ټاکنو په درشل کې د سیاسي تاوتریخوالي پیښې ډیرې شوي

د پنسلوانیا په یارک ښار کې، یو سړي د خلکو هغه ډله تورنه کړه چې د مرستیالې ولسمشرې کاماله هارېس له پاره یې کمپاین کاوه، چې یو ۷۴ کلن سړی یې په سر کې په سوک وهلی او یو بل ته یې سپکاوی کړی.

په شمالي میشیګان ایالت کې بیا ، یو بریدګر چې د ډونالډ ټرمپ سره د مخالفت له امله په غوسه شوی و، د یو موټر په کارولو سره یې هغه ۸۱ کلن سړی ټپي کړي چې په خپل انګړ کې یې د ترمپ د ملاتړ له پاره یوه نښه لګوله.

وروستي بریدونه د رویټرز خبري اژانس له خوا ثبت شوي د سیاسي تاوتریخوالی لږترلږه ۳۰۰ قضیو ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې ټرمپ د ملاتړو له خوا د امریکا پر کانګریس له برید سره پیل شوي دي.‌ یوازې سږکال د رویټرز له خوا د سیاسي تاوتریخوالي ۵۱ قضیې ثبت شوي دي. په داسې حال کې، د نومبر د پنځمې ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې دوه اونۍ پاتې دي خو له ۱۹۷۰ کال راهیسې د سیاسي تاوتریخوالي دغه قضیې، د نورو ټاکنو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

دغه سیاسي تاوتریخوالی دومره پراخه دی چې دوه ځلې په کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو هڅې شوي او یو ځل هغه په غوږ ټپي شوی هم دی. په جولای میاشت کې پر ټرمپ بریدکوونکی د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی و. په ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي تاوتریخوالي ۹۳ قضیې ثبت شوې وې،‌ په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمیر ۷۹ ته رسیدلی او په ۲۰۲۳ کال کې ۷۶ قضیې ثبت شوي دي.