د اسراییل پوځ: د حسن نصرالله په پناه ځای کې ۵۰۰ میلیونه ډالره او سره زر ذخیره شوي وو

د اسراییل پوځ د بېروت د الساحل روغتون لاندې سیمې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې دغه ځای د حسن نصرالله د پناه ځایونو څخه یو و. د اسراییل پوځ همداراز ویلي، چې د اټکل له مخې په دې پناه ځای کې لږ تر لږه نیم میلیارد ډالره او سره زر ذخیره شوي وو.

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د ایران حکومت له بېلابېلو لارو حزب الله ډلې ته مالي ملاتړ برابروي.
دانیل هاګاري دغه راز ویلي، چې اسراییل په ټول لبنان کې د حزب الله د مالي سرچینو له منځه وړلو ته دوام ورکوي.
د اسراييل پوځ شاوخوا درې اونۍ مخکې د حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله د بېروت په سویلي څنډه کې د دې ډلې پر مرکزي دفتر په يو هوایي بريد کې وواژه.
اسراییلي پوځ په غزه کې د حماس سره د جګړې په دوام سره، په لبنان کې پر حزب الله ډلې هم په دې وروستیو کې بریدونه زیات کړي دي.
دغه هېواد یوازې په روانه میاشت کې د حزب الله ډلې لسګونه مرکزونه په هوایي بریدونو کې په نښه کړي او سلګونو جنګیالیو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
اخوا، د یو شمېر راپورونو له مخې بیا اسراییل د ایران له خوا په دغه هېواد د شوي برید د غچ اخیستو په موخه چمتووالی نیسي.
واشنګټن پر اسراییل فشار راوړي چې د ایران د انرژۍ تاسیساتو یا اټومي مرکزونو باندې برید ونه کړي.