ملګري ملتونه: جنوبي سوډان کې سختو سېلابونو یو میلیون کسان اغیرمن کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې اعلان وکړ، چې په جنوبي سوډان کې وروستیو سېلابونو له یو میلیون څخه ډیر خلک اغیزمن کړي او ګڼ نور یې له کورونو بې ځایه کړي دي. اوچا وايي، چې ورښتونو او د مرستو په رسولو کې ستونزو د دغه هېواد وضعیت ډیر کړکېچن کړی.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان اعلان کړی، چې د جنوبي سوډان له څلورمې برخې ډېر خلک د اوبو د ډېرېدو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان اعلان کړی، چې د جنوبي سوډان له څلورمې برخې ډېر خلک د اوبو د ډېرېدو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
اوچا راپور ورکړی چې بې ځایه شویو په لوړو سیمو کې پناه اخیستې، خو سختو بارانونو ورته رسېدل ستونزمن کړي دي.

د یوې دولتي ادارې د راپور له مخې، د دغه هېواد په ختیزه پیبور سیمه کې تر ۱۱۲ زرو ډېرو کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي.

د مرستې او بیارغونې ادارې رییس جوزف نیاو وايي، "هغه کسان چې په لوړو سیمو کې یې پناه اخیستې ان کافي خواړه هم نه لري او خپله ټوله شته یې په خپلو کورونو کې پرېیښې ده."

هغه خبرداری ورکړ: «د اوبو کچه مخ پر لوړېدو ده او خلک لاهم بې ځایه کیږ.ي.
اوچا همداراز خبر ورکړی، چې د بارانونو له پیل راهیسې د توکونو د رسولو ۱۵ لویې لارې بندې شوې او دې وضعیت شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو ته د مرستو رسول ستونزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، جنوبي سوډان چې پخوا په سخت بشري ناورین کې ښکیل و، اوس له ډیر فشار سره مخ دی او دې کړکېچ ته د ځواب ویلو توان یې ډیر محدود دی.