کلیفورنیا او بروکسل کې افغانانو د ایراني ځواکونو د ډزو خلاف لاریونونه وکړل

پر افغان کډوالو د ایران د سرحدي ځواکونو د ډزو په غبرګون کې یو شمېر معترضانو د امریکا په کلیفورنيا کې د والي د دفتر مخ ته لاریون کړی. په بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته هم افغانان راټول شوي او له نړيوالو يې د پېښې د کره پلټنې او د افغانانو د حق ورکولو غوښتنه کړې.

د امریکا د کلیفورنيا ایالت په ساکرامنټو کې د دوشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او يو شمېر افغانانو د والي دفتر مخې ته لاريون وکړ او د افغانانو د حق غوښتلو شعارونه یې ورکول.

لاريون والو د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو وژل غندلي او له ټولو افغانانو یې غوشتنه کړې، چې په دې اړه د حق غوښتلو غږ پورته کړي.

په ساکرامنټو کې د والي دفتر مخ ته يو افغان معترض وويل: « له نړيوالو غواړو، چې زموږ د شهیدانو حق باید واخستل شي.»

په همدې لاريون کې يوې مېرمنې پر طالبانو او افغانانو نيوکه وکړه، چې د افغان انسان مرګ ته چوپه خوله ناست دي او هيڅ غبرګون نه ښیي.

هغې زياته کړه: « ټول ولې خاموش دي، ایا افغان انسان د ژوند حق نه لري؟ ایا موږ انسانان نه يو؟ ایا افغانان کورنۍ نه لري؟ ولي موږ همېشه خاموشه یو؟ باید ټول د حق غوښتلو لپاره غږ يو کړو.»

بل لور، پرون یکشنبه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته هم یو شمېر افغانانو د ایران، پاکستان او طالبانو پر ضد شعارونه ورکول.
لاريونوالو د افغانستان اوسني واکمنان پړه وبلل، چې پر پېښه غلي دي او غبرګون نه ښیي.

د دې کسانو د شعار یوه برخه دا وه چې« مرګ پر طالبانو، مرګ پر ایران او پاکستان، چې همېشه له افغانانو سره ظلمونه کوي، طالبان د خپلې بې پروايۍ له کبله د همدې افغانانو د وژنو لامل دي.»

معترضانو له اروپايي پارلمان څخه وغوښتل، چې د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري د افغانانو د ډله ييزي وژنې پېښه په بې طرفه ډول وڅېړې او پايلې یې اعلان کړي.

د یادونې وړ ده، چې د شنبې پر ورځ هم یو شمېر معترضان په لندن کې د ایران د سفارت مخې ته راټول شوي وو. دوی هم د افغان کډوالو د وژلو په اړه د ایران د دولت د ځواب ویلو غوښتنه کوله او له نړۍوالو ادارو یې وغوښتل، چې په دې اړه څېړنې وکړي.

د دې ترڅنګ د کاناډا په تورنټو او يو شمېر نورو هېوادونو کې هم ورته لاريونونه شوي دي.