د ملي او مسلکي پوځیانو ټولنه: پخواني پوځيان له دوامداره ترور، شکنجې او نیولو سره مخ دي

د ملي او مسلکي پوځیانو ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له درېیو کلونو راهیسې د تېر حکومت پوځيان د طالبانو له دوامداره ترور، شکنجې او نیولو سره مخ دي.

یادې ټولنې ویلي، معتبرو رسنیو او یوناما هم په وار وار د پخوانیو پوځیانو پروړاندې د طالبانو د غیر انساني او غیر اسلامي چلند په اړه راپورونه خپاره کړي.

سره له دې چې د یادې ټولنې په اعلامیه کې په تېرو درېیو کلونو د وژل شویو افغان پوځيانو د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دغې ټولنې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د وژنو د مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
د اعلامیې له مخې، افغان پوځیان په هېواد کې له کوم پوځي، سیاسي او یا هم له تبلیغاتي خوځښت پرته د ترهګزیزو بریدونو هدف ګرځي.
د ملي او مسلکي پوځیانو ټولنه د افغانستان په چارو کې له ښکېلو هېوادونو، د بشري حقونو له څار بنسټونو او په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو غواړي، چې په افغانستان کې دا لوی بشري ناورین وڅېړي.
دغې ټولنې له طالبانو هم غوښتي، چې د انساني او دیني اصولو خلاف کړنو څخه لاس واخلي، ځکه د یادې ډلې د درې کلن حاکمیت پر مهال د طالبانو د غړو او شبکو له خوا د پخوانیو پوځیانو وژنې، شکنجې او ظالمانه چلندونه د خلکو او بنسټونو له سترګو پټ نه دي.
سره له دې چې طالبانو واک ته له رسېدو سره سم عمومي عفوه اعلان کړې، خو ملګري ملتونه او د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه وايي، چې د پخوانیو پوځیانو وژنه لا هم روانه ده او دغه ډله له پخوانیو ځواکونو غچ اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د افغانستان د پخوانیو ښځینه پوځيانو د رهبرۍ کمیټې هم د طالبانو پر کړنو د کلکې څارنې او د هغو ټولو پخوانيو پوځيانو د سملاسي خوشې کولو غوښتنه کړې، چې په تېر حکومت کې د خپلو خدمتونو په بدل کې په ناحقه نیول شوي او ربړول شوي دي.
دوی همداراز ویلي، چې د ښځو په ګډون سلګونه پخواني پوځيان دا مهال د طالبانو له‌خوا بندیان شوي او شکنجه کېږي.