جرمني کې یو افغان د چړې په وار وژل شوی

د جرمني په راینلنډ فالڅ ایالت کې یو افغان په پارک کې د چړې په وار سره وژل شوی دی.

دغه پېښه په بدکرویڅ ناخ سیمه کې په یو پارکېنګ کې د شخړې پرمهال رامنځته شوې.

د سیمې پولیس وایي، چې ۳۵ کلن افغان په یوه درې کسیزه شخړه کې د یو سوریايي وګړي د چړې په وار لومړی پر اوږه ټپي شوی و، خو وروسته د ټپونو له امله مړ شوی.

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، وژونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی و، خو وروسته پولیسو نیولی او د څارنوالۍ په حکم زنداني شوی.

پولیس شک ښيي چې یاده پېښه له نشه یي توکو سره اړوند ده.
په جرمني کې په دې وروستیو کې د چړې بریدونه ډېر شوي او د بادن ورتمبرګ ایالت د منهایم ښار له پېښې وروسته چې یو افغان پکې ښکیل و، افغانان ځانونه ډېر اغیزمن ګڼي.