ذبیح الله مجاهد: په دایکنډي کې پر ملکي خلکو د برید عاملین مو وژلي دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرته له دې چې د داعش ډلې نوم واخلي وایي: «نن ناوخته په غور ولایت کې یوه وحشي او فتنه ګره ډله له منځه ولاړه.» مجاهد پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، دا هغه ډله وه چې د غور او دایکنډي ترمنځ یې څه باندې شلو هزاره ګانو ته یې مرګژوبله اوړولې وه.

د احمد تقي په نوم د طالبانو یو غړي پر اېکس خواله رسنۍ د سیف الله سعید مشهور په جواد بدر په نوم د یو کس د انځور په خپرولو سره ویلي، چې هغه په غور کې د داعش سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼې د غور ولایت په فېروز کوه کې د داعش ډلې د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
دغې وېبپاڼې وژل شوي کسان د عزیز او مرتضی په نوم یاد کړي او ویلي یې دي، چې عزیز تیره میاشت هغه برید پلان او پلي کړی و، چې په پایله کې یې د دایکنډي او غور ترمنځ ۱۴ ملکي کسان په کې وژل شوي و.
المرصاد په خپل راپور کې د مرتضی په نوم وژل شوی کس بیا بهرنی وګړی یاد کړی دی.
مجاهد بیا زیاته کړې ده، چې طالبانو نن د غور ولایت د مرکز په مارکو سیمه کې د یادې ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړی، چې په پایله کې یې د دې ډلې مشر او یو بل مهم غړی وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې یادې ترهګرې ډلې د غور په ګډون په کابل او بامیان ولایتونو کې هم په څو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
د نوموړي په وینا، طالبانو له یوې اونۍ راهیسې د دغې ډلې پر وړاندې عملیات پیل کړي و، چې په دغو عملیاتو کې د داعش یو شمېر نور غړي نیول شوي هم دي.
د طالبانو ویاند وایي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه مهمات، لاسي بمونه او نور چاودېدونکي توکي هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
مجاهد همداراز وویل، چې د دغې ډلې مشري له بلوچستان څخه کېدله.
د یادولو ده، چې د روان کال د وږي په ۲۲مه نېټه د غور او دایکنډي ولایت په سرحدي سیمو کې د قرودال په کلي کې په یوه خونړي برید کې ۱۴ هزاره وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
وروسته بیا د دې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیسته.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری طالب چارواکو په وار ورار په کورنیو او بهرنیو غونډو کې ټینګار کړی، چې داعش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځته تللې ده، خو نړۍوال او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دي.