د کابل هوايي‌ ډګر شاوخوا کې درې راکټونه لګیدلي دي

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن ماښام اته بجې د کابل هوايي ډګر په شاوخوا کې د دوو درندو چاودنو غږ اورېدل شوی. ځینې سرچینې وايي، چې د کابل په هوايي ډګر درې راکټونه لګیدلي دي. پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیو کې د درې راکټونو غږونه اوریدل کیږي.

د لومړنیو رپوټونو له مخې، د چاودنو ترڅنګ د سپکو وسلو ډزې هم اوریدل شوې دي.
یو شمېر سرچینو پر هوايي ډګر د توغندويي برید رپوټ ورکړی، خو طالبانو تر اوسه ددې چاودنو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.