د مقاومت جبهه: په کاپیسا کې مو یو طالب وژلی او دوه نور مو ټپیان کړي
د مقاومت جبهې پر اېکس خواله رسنۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یې پر طالب وسله والو برید کې یو طالب وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د جبهې په وینا، په برید کې د طالبانو یو پوځي ګاډی ویجاړ شوی او د طالب جنګیالیو وسلې د جبهې غړو ته پر لاس ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.