د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ساکښو موجوداتو د انځورونو نشرولو پر ضد کمپاین پیل کړ
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ساکښو موجوداتو د انځورونو او ویډیوګانو د نشرولو پر ضد تبلیغاتي کمپاین پیل کړی دی. د دغه وزارت یو چارواکي د شنبې په ورځ وویل، چې انځورګري او په دفتر یا کور کې د انځورونو ایښودل د شریعت خلاف کار دی.
د طالبانو د امر بالمعروف و نهې عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې له مخې، ساکښو موجوداتو انځور اخېستل منع دي.
طالبانو په رسمي ډول په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر ویډیويي رسنیو د خپرونو، فلم جوړولو او نوري انځوري نشراتو د مخنیوي بهیر پیل کړی دی. دا ډله په دې باور ده چې تصویر اخېستل د اسلام د پیغمبر د حدیث له مخې یوه لویه ګناه ده.
د طالبانو امر بالمعروف وزارت د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې د دغه وزارت د یو مفتي وینا خپره کړه. یحیی عارف په دغه پیغام کې وویل، چې د خرو، سپیو، زمریانو او مرغانو په ګډون د ټولو ساکښو موجوداتو انځور اخېستل منع دي. دا انځورونه نه باید وپلورل شي، نه باید وپیرل شي یا هم په کورونو کې وساتل شي.
دغه مفتي خلکو ته وویل، چې «د خرو او مرغانو په څېر حیواناتو انځور اخېستل ګټه نه لري.»
عارف ټینګار وکړ: کله چې امر بالمعروف اعلان وکړي چې انځورونه منع او د شریعت خلاف دي، دا شخصي نظر نه دی. بلکه دا د شریعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم دی.»
هغه له خلکو وغوښتل، چې له انځور اخېستلو او نصبولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې هغه په دې باور دی چې دا کار "ګناه" ګڼل کیږي او د "الهی عذاب" لامل کیږي.
د اسلامي نړۍ ځينې پوهان د طالبانو دغه دريځ د اسلام د سپېڅلي دين په اړه د هغوی د ډېر او لومړني تفکر انعکاس ګڼي. دا فکر د اسلامي نړۍ د نورو عالمانو او د اسلامي همکاریو د سازمان له تفسیر سره توپیر لري.
د اسلامي نړۍ ځینې پوهان حتی په دې باور دي، چې طالبان په دې ډول سختو تعبیرونو سره د اسلام په بدنامولو کې مرسته کوي.
په دې لړ کې طالبانو د ویډیويي رسنیو فعالیت د شریعت خلاف بللې او په رسمي ډول یې د بندولو هڅې پیل کړې. دا بهیر له کندهار ولایته پیل شو او بیا تخار ته ورسېد، چې هلته د سیمه ییزو ټلویزیونونو د تړلو امر وشو.
سرچینو د شنبې په ورځ وویل، چې طالبان پلان لري چې د ملي ټلویزیون نشرات هم بند کړي.