نظر پوښتنه: جرمني کې مېشت افغانان له شته «تبعیض» سره، سره هغه هېواد کې اوسېدو ته لېواله دي
د کډوالۍ او مېشتېدا لپاره د نظر پوښتنې مشورتي شورا موندنې ښیي، چې په جرمني کې ګڼ افغانان د هغه هېواد په ښارونو او استوګنځایونو کې له شته تبعیض څخه رنځېږي.
دغه نظر پوښتنه چې د شاوخوا ۱۹۰۰ افغانانو سره د مرکو پر مټ ترسره شوې، وایي چې افغانان د شته تبعیض سره، سره غواړي په هغه هېواد کې پاتې شي.
د مشورتي شورا د علمي کارپوهانو نظر پوښتنه د کډوالۍ او بیا مېشتېدا لپاره ټینګار کوي له هغه تبعیض سره چې افغان کډوال ورسره په جرمني کې مخامخ دي، د هغوی د مالي وضعیت سره تړاو لري.
په نظر پوښتنه کې ځواب ورکوونکو ویلي، هغه کسان چې مالي وضعیت یې سم نه دی؛ نو د جرمن ټولنې سره یې لېوالتیا ډېره نه شته.
په جرمني کې یو زر او ۸۹۱ افغان کډوالو د ۲۰۲۳ کال د نومبر او د ۲۰۲۴ کال د اپرېل میاشتې تر منځ په دغې انلاین نظر پوښتنه کې برخه اخېستې.
ګډونوالو په ټینګار سره ویلي:« هغه کسان چې د مالي پلوه په ښه وضعیت کې دي، تر ډېره له هغې ټولنې سره د تړاو احساس کوي.»
په دغې نظر پوښتنه کې دا رنګه ویل شوي، چې ګڼ افغانان لا هم د بیا مېشتېدنې په لومړي پړاو کې دي؛ خو په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو ښايي هغوی د ډېر وخت لپاره په جرمني کې پاتې شي.
د دغې نظر پوښتنې پر بنسټ، یو شمېر کسانو ویلي چې د هغوی د کورنۍ ډېر نږدې غړي لا هم په افغانستان کې اوسېږي او د هغوی د ۷۰ سلنې څخه زیات یې هره ورځ یا په اونۍ کې یو ځل د خپلو کورنیو له غړو سره په افغانستان کې خبرې کوي.
د دغې نظر پوښتنې له مخې، د ځواب ورکوونکو په منځ کې ۶۸ سلنه کډوال نه غواړي چې په راتلونکو پنځو یا لسو کالو کې افغانستان ته ستانه شي؛ په داسې کې چې څلور سلنه نور بیا هیله لري، چې په همدغې موده کې بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي.
جرمني ته د کورنیو په راوستلو، د جرمني ژبې زدهکړه، د مېشتېدا د سند تر لاسه کول او د کورونو نشتوالی هغه څلور ستونزې یادېږي، چې په جرمني کې افغانان ورسره دا مهال مخامخ دي.