طالبانو په نغلو کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې د ګټې اخیستنې خبر ورکړ
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د شنبې په ورځ په کابل کې د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه وزارت اعلان کړی، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره په کابل او ننګرهار کې ۱۰ زره کورنیو ته بریښنا رسیږي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې دغه پروژه د ۷،۶ میلیونه ډالرو په لګښت د «ګرین اېټیټ پاور» له خوا عملي شوی دی.
د یاد وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د دې پروژې په پرانیست غونډه کې ویلي، چې د دغه وزارت اصلي تمرکز له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید دی.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه وزارت په پام کې لري څو د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د تجدید وړ انرژۍ پروژې پلي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، چې له امله یې هر کال په لسګونه میلیونه ډالر نورو هېوادونو ته ورکوي.
طالب چارواکو تر دې وړاندې ویلي و، چې د لمريزې برېښنا پراختيايي پروژې، د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیاينې سربېره له اقليمي بدلون سره په مبارزه کې هم مرسته کوي.
د دوی په خبره، د لمريزې برېښنا په تولید سره به په هېواد کې د پانګونې اندازه، توليدي ظرفيت او د کار پیدا کولو کچه لوړه شي او همدا راز به له هېواد څخه د پیسو د وتلو مخه ونیول شي.