حقاني: د چا په بې مانا شعارونو خطا نشئ، د هر چا د ملاتړ لپاره «اسلامي شریعت» معیار وګرځوئ
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني پکتیا کې د یوې مدرسې په فراغت غونډه کې ویلي: «د خلکو په تشو او بې مانا شعارونو خطا نشئ او د هر چا د ملاتړ لپاره اسلامي شریعت معیار وګرځوئ.»
نوموړي دغه څرګندونې د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د یوې مدرسې په فراغت غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه، چې د فکري جګړې مقابله باید په علم، پوهې او اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتیا سره وشي.
نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې وویل، چې بهرنیانو په افغانستان کې نظامي ماته خوړلې او اوس یې فکري جګړې ته مخه کړې.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وایي: «د فکري جګړې مقابله یوازې په علم، پوهې او اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتیا سره کولای شو.»
خلیل الرحمان حقاني په خپلو دغو خبرو کې د ولسونو پر اتفاق او یووالي هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې ټول دیني، قومي او ټولنیز مناسبات باید له علماوو، مشرانو او ځایي چارواکو سره په همغږۍ ترسره شي.
د نوموړي په وینا، دیني مدرسې باید د خلکو د اتفاق مرکز وي.
حقاني وایي، چې د امنیت او د انسانیت ټول حقوق په اسلامي شریعت کې خوندي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر طالب چارواکو ویلي و، چې د جګړو په ډګرونو کې یې خپل «دوښمن» ته ماته ورکړې، خو په تبلیغاتي شبکو کې یې مات کړي نه دي.
دوی وایي؛ د هغو کسانو خبرو ته باید غوږ و نه نیول شي، چې له بهر څخه 'دروغ او اوازې' خپروي.
څه موده مخکې د طالبانو د استخباراتو مشر هم ویلي و، چې په افغانستان کې ګرمه او فزيکي جګړه پای ته رسېدلې؛ خو فکري او سړه جګړه لا هم دوام لري.
طالب چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې یاده ډله د افغانستان په خلکو خپل حکومت په زور مني او د دوی په باور ټول خلک باید د دوی له حکومت او پرېکړو ملاتړ وکړي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه درې کاله تېرېږي، خو هېڅوک حق نه لري چې د دوی د پرېکړو او ظلمونو پروړاندې غږ پورته کړي.
د یادولو ده، چې د طالبانو له واکمنۍ سره په افغانستان کې د مدرسو شمېر زیات شوی دی.
د افغانستان د ډېریو خلکو په باور، مدرسې د ښوونځیو ځای نیولی نه شي او پر دې سربېره په مدرسو کې ډېری افراطیت ته لمن وهل کېږي.