سرچینې: په خوست کې د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر خبریالان له ویډيو او انځور اخیستو منع کړل
په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د دغه ولایت په شېخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پرمهال خبریالان له ویډیو او انځور اخیستو منع کړل. د خوست شیخ زاید پوهنتون مسوولانو هم خبریالانو ته ویلي وو« د ندا محمد ندیم د وینا یوازې غږ ثبتولی شئ.»
د شېخ زاید پوهنتون اداره کې سرچینو نن « د تلې ۲۸مه » افغانستان انټرنشنل ته وویل، نن ندا محمد ندیم د دغه پوهنتون د تدریسي خونو د ترمیم پرانیسته او له محصلانو سره لویه غونډه درلوده.
سرچینو وویل، ندا محمد ندیم خوست ته د سفر پرمهال د پوهنتون مسوولینو ته ویلي و، چې په غونډه کې د وینا او یا هم د پرانیستنې انځورونه یې خبریالان خپاره نه کړي.
ځايي سرچینې زیاتوي د خوست شیخ زاید پوهنتون ادارې ځايي خبریالانو ته د بلنې پرمهال ویلي و، چې د ساکښ انځور او ویډیو اخیستل بند دي، یوازې د ریکارډر په واسطه د ندا محمد ندیم وینا ثبتولی شئ.
د خوست ځینو خبریالانو چې نن یې په شیخ زاید پوهنتون کې د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په غونډه کډون کړی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل، په غونډه کې یې یوازې د غږ ثبتولو اجازه درلوده.
د خوست یو ځايي خبریال له نوم ښودلو پرته وايي:« دا لومړی ځل دی چې مونږ د انځور او یا هم د ویډیو اخیستو اجازه نه درلوده او یوازې د غونډې غږونه مو ثبت کړي دي.»
افغانستان انټرنشنل د خوست شیخ زاید پوهنتون اېکس پاڼه هم وڅارله.
دغه پوهنتون له څو میاشتو راهیسې د پوهنتون اړوند راپورونو کې د ساکښو انځورونه نه خپروي او یوازې بې سا شیانو انځورونه خپاره کړي دي.
د خوست په شېخ زاید پوهنتون کې د نننۍ غونډې تنظیموونکو سرچینو وویل د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري، چې سراج الدین حقاني ته نژدې کس دی، په دې غونډه کې کډون درلود، خو له وینا یې یې ډډه وکړه.
سرچینې زیاتوي محمد نبي عمري دا کار د ویډیو او انځور د نه اخیستو د بندیز په غبرګون کې کړی دی.
له دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي و، چې د نوي قانون له مخې په ټولو رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لګوي.
د یاد وزارت چارواکي وايي، دغه قانون به په تدریجي ډول په ټول هېواد کې پلی شي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «دا قانون په ټول افغانستان کې په تدریج سره پلی کیږي»
د امر بالمعروف نوي قانون د رسنیو لپاره ګڼ شرطونه اېښي، چې د ښځینه غږ، د ساکښو د تصویرونواو له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې خپرونو نه خپراوی پکې شامل دي.