د سومالیا په پلازمېنه د موګادیشو په یو رسټورانټ کې ځانمرګي برید اووه تنه وژلي دي
د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د پولیسو د روزنیز مرکز بهر په یوه رسټورانټ کې د یوه ځانمرګي بریدګر لهخوا د چاودېدونکو توکو په چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
له القاعده سره تړلې وسلهوالې ډلې الشباب د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دغه ډله وخت نا وخت په سومالیا کې پوځي او دولتي ادارې په نښه کوي.
د سیمې یو اوسېدونکي محمد علي اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ته وويل، چې د يوې درنې چاودنې غږ يې واورېد.
هغه وويل، هغه مهال دغه رسټورانټ له خلکو څخه ډک و، چې یو ناڅاپه هر څه ګډوډ شول.
د عیني شاهدانو په وینا، له چاودنې وروسته ژغورونکي ډلې په چټکۍ سره د پېښې ځای ته ورسېدې.
د مدينې د روغتون يوې روغتيايي کارکوونکې وويل، چې يو شمېر ټپيان تر درملنې لاندې دي.
هغې ویلي:« موږ د ټپیانو د رغېدو لپاره کار کوو، چې د ډېریو ټپونه ژور دي.»
تر دې وړاندې د اګست په میاشت کې هم د موګادیشو د یو ټاپو په څنډو کې هم د یوه برید له امله له ۳۰ څخه ډېر کسان وژل شوي وو.