ریچارد بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین په اړه د خبرو لپاره کاناډا ته ځي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین په اړه د خبرو لپاره کاناډا ته سفر کوي. ټاکل شوې ده، چې نوموړی د تلې له ۲۹ څخه د لړم تر ۵مې پورې له کاناډايي چارواکو، افغان کډوالو او د مدني ټولنې له غړو سره وګوري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسازۍ دفتر د جمعې په ورځ «د تلې ۲۷مه» وویل: «ریچارد بېنېټ به په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین په اړه خبرې وکړي، ترڅو د افغانستان د خلکو له بشري حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی په دې سفر کې اوتاوا او ټورنټو ته ځي او له کاناډايي چارواکو، د بشري حقونو له مدافعینو، د ښځو د حقونو فعالانو، خبریالانو، کارپوهانو، د کاناډايي مدني ټولنو او له هغو افغان کډوالو سره به خبرې وکړي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد کې ځای پر ځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو افغانستان ته د ریچارد بېنېټ په سفر بندیز لګولی دی.
د طالبانو ویاند ویلي و، چې بېنېټ د افغانستان په اړه پروپاګنډ خپروي او نور افغانستان ته د سفر کولو اجازه نه لري.
له دې سره، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په دې وروستیو کې د یو پرېکړه لیک په تصویبولو سره د ریچارډ بېنېټ ماموریت د یو بل کال لپاره نور هم وغځاوه.