طالبان د ژورې سمڅې او مرکزونه بېرته رغوي

د طالبانو کورنیو چارو وزیر د خوست په ګوربزو ولسوالۍ کې د مجاهدینو پخواني مرکزونه بېرته رغوي.

په ګوربز ولسوالۍ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ژورې پخوانیو مرکزونو او سمڅو د رغونې لپاره دوه اونۍ وړاندې سیمې ته د سروې ډله تللې او د دې سیمې او ور تلونکې لارې د سروې چارې یې بشپړې کړې دي.

سرچینه وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ډېر وړاندې غوښتل دغه مرکزونه بیرته ورغوي، خو په سیمه کې د ګوربز قبیلې اجازه نه ورکوله ځکه هغوی ویریږي، چې دغه مرکزونه یوځل بیا د بهرنیو جنګیالیو په پټنځیو بدل نه شي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې« د ګوربزو قبیلې له مخالفت وروسته د جلال الدین حقاني ورور ابراهیم حقاني دې سیمې ته لاړ او خلکو ته یې قناعت ورکړ، چې جلال الدین حقاني د دې مرکزونو په بدل کې تاسې ته وسلې در کړې وې، نو تاسې یې د مخالفت حق نه لرئ».

سرچینه وايي، چې قومي مشرانو ته پیسې ور کړل شوې او له مخالفت نه یې لاس اخستی.

د ژورې د سمڅو خولې د ۲۰۰۱ کال د امریکا د بریدونو پرمهال بندې شوې وې، خو په دې وروستیو کې بیرته پرانېستل شوې دي.

د ژورې په مرکزونو کې په ۱۹۸۱ کلونو کې د حضرت عمر په نامه د افغان او عرب جنګیالیو غونډ اوسېده چې وروسته د ژورې په غونډ مشهور شو.

دې غونډ څلور پلي او یو محافظ ټولي لرل او د استحکام، دافع هوا، مخابرې، راکټ، توپچي او صحي څانګې یې لرلې، چې د افغان مجاهدینو تر ټولو مجهز او غښتلی غونډ ګڼل کېده.

د ژورې د ودانیزو چارو پیسې سعودي او د تونل لګښت یې اسامه بن لادن پر غاړه اخستی و.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ژورې مرکز ته د جوړېدونکي سړک سروې پیل کړې، چې غلام خان ګمرګ ته څېرمه د شاوه ولي خان دوکانونو له سیمې نه د ژورې مرکز پر لور غځیږي.

دغه سمڅې او مرکزونه چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بریدونو پرمهال یې زیان لیدلی، بیرته په پخوانۍ نقشه رغیږي چې بارې او استنادي دیوالونه پکې شامل دي.