په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان وژل شوي دي

د غزې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې دا برید د بې ځایه شوو په یو کمپ شوی چې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.

رویټرز خبري اژانس د نا تایید شویو راپورو له مخې ویلي، چې په دې پېښه کې د حماس ډلې دولس غړي هم وژل شوي دي.
اسراییلي ځواکونو هم په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د فلسطیني بې ځایه شوو په کمپ کې وسله والو ډلو ځای نیولی و، چې د دوی د برید موخه هم همدا وسله والې ډلې وې.
له دغه برید سره په سیمه کې اورلګېدنه هم رامنځ ته شوې، خو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د اور د وژلو لپاره ان اوبه هم نه شته.
د شمالي غزې اوسېدونکي وایي، چې اسراییلي ځواکونو د هوایی بریدونو، ټانکونو او په ودانیو کې د بمونو له ځای پر ځای کولو وروسته ودانۍ د ریموټ کنټرول له لارې الوزولي دي.
په دې سیمه کې د اسراییلو پوځ له تېرو دوو اونیو راهیسې تمرکز کړی او د دوی په خبره چې د حماس جنګیالیو د بیا منسجم کیدو مخنیوی کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ د دوشنبې او سې شنبه په ورځو هم د غزې په شمال کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۳۰ کسان ټپیان شوي وو.
د غزې شمالي سیمه چې د غزې دوه اعشاریه درې میلیونه وګړي پکې اوسیږي، د اسراییل د تېر کال په برید کې د ډېرو سختو بمباریو شاهده وه او دغه بریدونه لا هم دوام لري.
ددې سیمې په سلګونو زره کسان د جګړې په لومړیو میاشتو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول، خو د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې لاهم په دې سیمه کې ۴۰۰ زره تنه کسان پاتې دي.
د یادولو ده، چې د تېر کال د اکټوبر له اوومې را په دې خوا، د اسراییل او غزې په جګړه کې ۴۲ زره او ۲۸۹ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي او ۹۸ زره او ۶۸۴ تنه نور ټپیان دي.