د ایران له لوري د لسګونو افغانانو د وژلو له خبر ۱۴ ساعته وروسته هم طالب مشران غلي دي

د ایراني پوله ساتو ځواکونو په مخامخ ډزو کې د لسګونو افغانانو د وژل کېدو له خبر ۱۴ ساعته وروسته هم طالب مشران غلي پاتې دي. یوازې په ټيټه کچه طالبانو دغې پېښې ته غبرګونونه ښودلي دي.

د بشري حقونو یو سازمان حال وش تېره شپه راپور ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
ځینې نا تایید شوې شمېرې ښيي، چې په دغه برید کې ۲۶۰ افغانان وژل شوي.
حال وش د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر عیني شاهدانو چې غږیز فایل یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی وايي، د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په نښه شوي او تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
په کور دننه او بهر یو شمېر نورو افغانانو هم توند غبرګونونه ښودلي او ایران یې له افغانانو سره په نا انساني کړنې او ظلم تورن کړی.
تر اوسه پورې لا کره شمېرې نه دي څرګندې او نه هم په دې اړه د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی چې په دې پېښه کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ايراني چارواکو هم تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.