د ایران له خوا د لسګونو افغانانو وژلو ته يوازې د طالبانو یوه رسنیز فعال غبرګون ښودلی

د ایران پوله ساتو ځواکونو په مخامخ ډزو کې د لسګونو افغانانو تر وژل کېدو وروسته د طالبانو رسمي غبرګون لا نه دی راغلی خو د دغې ډلې یوه رسنیز فعال چې په جنرال مبین مشهور دی غبرګون ښودلی. مبین ویلي: ایراني ځواکونو «د اسراییل غچ زموږ له هیواده واخیست.»

د بشري حقونو یو سازمان حال وش راپور ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
د طالبانو رسنیزو فعال جنرال مبین، د دغو وژل شویو افغان کډوالو د مړو انځورونه په خپله ایکس پاڼه خپاره کړي او پر ایران یې په کلکه نیوکه کړې: «ایران زموږ (طالبانو) د کډوالو وزیر ته دغه ډالۍ ورکړه. ایا دې ته ګاونډیتوب وايي؟»
حال وش د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر عیني شاهدانو چې غږیز فایل یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی وايي، د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په نښه شوي او تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
په کور دننه او بهر یو شمېر نورو افغانانو هم توند غبرګونونه ښودلي او ایران یې له افغانانو سره په نا انساني چلند او ظلم تورن کړی.
تر دې وړاندې هم په ایران کې له افغان کډوالو سره ورته پېښې شوې خو دا ځل داسې یوه پېښه چې په مخامخ ډزو کې لسګونه کسان وژني لومړۍ ده.
تر اوسه پورې لا کره شمېرې نه دي څرګندې او نه هم په دې اړه د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی چې په دې پېښه کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ايراني چارواکو هم تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.