ملا هبت الله د ازبک قوماندان صلاح الدین ایوبي استعفا ونه منله

د طالبانو ازبک قوماندان صلاح الدین ایوبي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ډلې له غړیتوب او په زابل کې د امنیه قوماندانۍ له دندې استعفا کړې وه، بېرته خپلې دندې ته ستون شوی.

د زابل د طالبانو قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې صلاح الدین ایوبي د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره کتلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو مشر د هغه استعفا نه ده منلې.

په دې خبرپاڼه کې ښاغلي ایوبي په داسې حال کې په زابل کې د طالبانو د امنیې قوماندان په توګه یاد شوی، چې نوموړي د روان کال د وږي مياشتي په ۲۱ مه نېټه اعلان کړی و، چې د طالبانو له ډلې یې استعفا کړې ده.

صلاح الدین ایوبي افغانستان انټرنشنل ته ويلي وو، چې د شخصي او کورنیو دلایلو له مخې یې د طالبانو له غړيتوب څخه استعفا کړې.

سرچینې دا هم تاییدوي، چې ښاغلی ایوبي له هبت الله اخوندزاده سره تر لیدنې وروسته په زابل کې د دې ډلې د امنیه قوماندان په توګه خپلې دندې ته راستون شوی دی.

د زابل د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې صلاح الدین ایوبي له هبت الله اخوندزاده سره د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

هغه تر دې وړاندې هم د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله له دې ډلې جلا شوی و.

په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته ښاغلی ایوبي په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د مشر په توګه وګمارل شو؛ خو طالبانو له دې دندې لرې کړ.

وروسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پالیسۍ او پلان د مرستیال په توګه معرفي شو او په ۱۴۰۱ کال کې د زابل ولایت د امنیه قومندان په توګه وټاکل شو.