منظور پښتین او یو شمېر افغانانو د ایران له لوري د لسګونو افغانانو پر وژلو غبرګونونه ښودلي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او ځینو افغان فعالانو د ایران پوله ساتو ځواکونو له لوري د لسګونو افغانانو وژلو ته توند غبرګونونه ښودلي دي. ‏پښتین وايي، له فلسطین او لبنانه ملاتړ ښه خبره ده خو د افغانانو وژل ظلم دی.

د بشري حقونو یو سازمان حال وش راپور ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.

حال وش د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن چهارشنبه د (تلې ۲۵مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له فلسطین او لبنان څخه د ایران ملاتړ ښه خبره ده خو وايي پر افغانانو مخامخ ډزې غندي: «ایران په لسګونو افغانان مسلمانان په ډیر ظلم جبر سره شهیدان کړي دي. چې دا ظلم دی. له ډیرې مودې راهیسې داسې پیښې رامنځته کیږي باید مخنیوی یې وشي.»
هغه زیاتوي چې ټول دې په دې برخه کې غږ پورته کړي چې د ایران تر واکمنو ورسیږي: هر څوک باید غږ پورته کړي چې نور دې په افغانانو ظلم بند کړي او د دې پیښې کونکو پرخلاف دې ګام پورته کړي.»

د افغانستان مخکني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي هم د ایراني ځواکونو له لوري د بې ګناه افغانانو وژلو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې «په قصدي توګه پر بې ګناه او بې دفاع افغان کډوالو برید او د هغوی وژل، د بشریت ضد جنایت، او یو نا انساني کړنه ده.»

هغه د ایراني ځواکونو له خوا د افغانانو ډله ییزه وژنه بې رحمانه او زړه بوږنوونکي بللې، او زیاتوي چې «دغو افغان کډوالو د امن ځای د موندلو او د ژوند له ګواښونو څخه د تېښتې په هیله خپله هیواد پریښی وو.»

هغه د طالبانو حکومت پړ وباله چې د افغان ولس په وړاندې یې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی «د افغانستان نامسوولو او نامشروع واکمنانو په نړیواله کچه او په بهر کې د هیواد او خلکو عزت تر خارو لاندې کړی.»

ښاغلي حمیدي په ملګري ملتونو، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د جرمونو نړۍوالې محکمې او نورو اړوند ارګانونونو غږ کړی چې باید جدي ګامونه واخلي او عاملان یې د عدالت منګولو ته وسپاري.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مخکنۍ کمیشنرې شبنم صالحي هم د ایراني عسکرو له خوا پر افغان کډوالو برید غندلی او ویلي یې دي، چې د «ایرانیانو له خوا په قصدي ډول د ۳۰۰ بې ګناه افغان کډوالو په نښه کول د بشریت ضد جنایت، د نه بښلو وړ او نا انساني عمل دی. دا بې دفاع خلک، د خوندیتوب په لټه کې له خطر څخه تښتيدل چې د ایراني عکسرو له وحشت سره مخ شول.»

هغې وړاندې وويل: د «طالبانو رژيم په کورنۍ او نړۍواله کچه د خپلو وګړود حقوقو او کرامت په ساتنه کې پاتې راغلی او ولس يې له بربادۍ سره مخ کړی. ملګري ملتونه او د بشري حقونو شورا باید د پیښې له عاملانو سره حساب وکړي او په دې برخه کې بشپړ عدالت پلی کړي.»
د تېر حکومت د پکتیا والي محمد حلیم فدايي هم په خپله ایکس پاڼه د ایران پوله ساتو ځواکونو له لوري د لسګونو افغان کډوالو د وژلو په اړه غبرګون ښودلی او وايي چې داسې کړنې ورته د منلو نه دي، «د ایراني پوله ساتو عسکرو دا ډول نا انساني او خونړی عمل په کلکه غندم او دا د واړو هیوادونو د ولسونو تر منځ ژور تړون ته زیان اړوي.»
د مخکیني حکومت د پوځ یوه جنرال سمیع سادات هم د ایراني ځواکونو دا ډول پېښه غندلې او ويلي یې دي چې ایراني ځواکونو هغه کسان په ډزو وژلي چې له طالبانو په تېښته او له افغانستانه وتل: «دا سمه ده چې نن به مو وس نه رسيږي خو قسم په خدای چې ورځ یې راشي، دغه غچ به له ایرانه اخلو.»‏
‏په کور دننه او بهر یو شمېر نورو افغانانو هم توند غبرګونونه ښودلي او ایران یې له افغانانو سره په نا انساني چلند او ظلم تورن کړی.
تر دې وړاندې هم په ایران کې له افغان کډوالو سره ورته پېښې شوې خو دا ځل داسې یوه پېښه چې په مخامخ ډزو کې لسګونه کسان وژني لومړۍ ده.
تر اوسه پورې لا کره شمېرې نه دي څرګندې او نه هم په دې اړه د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی چې په دې پېښه کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ايراني چارواکو هم تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.