ازادۍ جبهه: د کندوز ولایت پر مقام برید کې مو څلور طالبان وژلي دي
د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د کندوز ولایت پر مقام برید کې یې څلور طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې په اېکس پاڼه د دغه برید اړوند د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې تېرماښام د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) یې د کندوز ولایت مقام په دروازه کې عملیات ترسره کړي، چې د دغو عملیاتو په لړ کې یې څلور طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
له بل پلوه په کندوز ولایت کې سیمهییزو سرچینو ویلي و، چې دغه پېښه تېر ماښام مهال شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې چاودنې وروسته طالبانو د امنيې قوماندانۍ او ولایت ته غځېدلې لارې چې يو بل ته نږدې دي، تړلې دي.
لاتراوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د افغانستان د ازادۍ په نامه جبهه د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو بریدونو خبرونه او ویډیوګانې خپروي.