اسټرالیا پر اسراییل له توغندیز برید وروسته پر ایران نوي بندیزونه اعلان کړل
اسټرالیا د اکټوبر په لومړۍ نېټه پر اسراییل د تهران له برید وروسته پر هغو پنځو ایراني چارواکو بندیزونه ولګول، چې په دغه توغندیز برید کې یې ونډه درلوده.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ په یوه بیان کې وویل: «د ایران لهخوا د اکتوبر په لومړۍ نیټه د اسراییل په وړاندې توغندیزو بریدونو د یوې پراخې سیمهییزې جګړې ګواښ زیات کړ.»
ایران ویلي و، چې د حزب الله او حماس د مشرانو د وژلو په غچ کې یې د اسراییل درې پوځي اډې په توغندیو ووېشتلې.
په بیان کې ویل شوي، نوي بندیزونه د ایران سره تړلي شاوخوا ۲۰۰ کسانو سربېره دي چې دمخه د استرالیا له بندیزونو سره مخ دي.
تر دې وړاندې انګلستان هم د دوشنبې په ورځ د اکتوبر د لومړۍ نېټې د برید په ځواب کې پر ایران د نویو بندیزونو ورته اعلان کړی و.