د ایران د حکومت ویانده: پر افغانانو د چابهار ځمکه نه پلورل کېږي

د ایران حکومت ویانده فاطمه مهاجراني پر افغانانو د چهابهار بندر د ځمکو د پلور د یوه خبر په غبرګون کې وايي، چې پر افغانانو د چابهار ځمکه نه پلوري. مهاجراني نن په خبري غونډه کې زیاته کړه، د ایران اسلامي جمهوریت نه غواړي، چې د اقتصادي ګټو لپاره داخلي او سرحدي امنیت ته خطر پېښ کړي.

مېرمن مهاجراني په ټینګار سره وویل: « ایران به هيڅ کله، هیڅ وخت او هیڅ ځای کې هم داخلي امنيت او د پولو خونديتوب د اقتصادي ګټو په خاطر له خطر سره مخ نه کړي.»

مهاجراني زياته کړه، چې د ایران د ځمکو ملکيت د همدې هېواد په نظام پورې اړه لري.

تر دې مخکې ځینې ایراني رسنیو رپوټ ور کړی و، چې په چابهار کې ځمکه پر افغانانو پلورل کېږی.

تر کراچۍ وروسته چابهار د اوبو تجارت لپاره د افغانستان دویم بدیل دی.

پر جمهوریت سربېره، طالبان هم هڅه کوي چې له دې لارې له نړۍ سره راکړه ورکړه ولري.

د طالبانو واکمنېدو سره د دې ډلې مختلف لوړپوړي چارواکي د چابهار د پراختیا لپاره بیا بیا تللي.

د روان میلادي کال د پرورۍ وروستیو کې د طالبانو اقتصادي او تخنيکي پلاوي په چابهار بندر کې د استوګنې او سوداګريزو ودانیو او هوټلونو د جوړولو بنسټ ډبره کېښوده.