طالبانو په خوست کې دوه کسان د «لواطت» په تور په دورو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وايي، د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې يې ۲ کسان د «لواطت» په تور یو ۳۵ او دویم ۳۰ دورې په عام محضر کې وهلي دي. محکمې ويلي، چې یو کس په يو کال او ۶ مياشتې او دویم په يو کال تنفيذي بند هم محکوم شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ویلي دغو کسانو ته د ځاځي میدان ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د پرېکړې په اساس سزا ورکول شوې.

طالبانو ويلي، چې همدې کسانو ته د سزا ورکولو په غونډه کې طالب مسولينو، د قضايي ادارو استازو او عامو خلګو برخه اخيستې وه.

تېره ورځ طالبانو په میدان وردګ ولایت کې هم د یوې ښځې په ګډون ۵ کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړې وه.

طالبانو ويلي و، چې دغه کسان د غلا او نا مشروع اړیکو په تور په دورو وهل شوي.

د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون څه باندې ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې، چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي، خو بیا هم دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حد جاري کوي.