د هند او کاناډا ترمنځ کړکیچ؛ دواړو هیوادونو د یو بل ډیپلوماټان وویستل

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له کاناډا څخه یې خپل سفیر او ډیپلوماټان ایستلي دي. تر دې وړاندې کاناډا ویلي و، چې شپږ هندي ډیپلوماټان له خپله هیواده اوباسي. هند د دغه کار په غبرګون کې شپږ کاناډايي ډیپلوماټانو ته له خپله هیواده د وتلو امر کړی.

دغه هیواد ویلي، چې کاناډايي ډیپلوماټان تر راتلونکې شنبې وخت لري چې له هند څخه ووځي.

وروسته له هغه، چې په اوټاوا کې په یوه څېړنيزه قضیه کې د هندي ډیپلوماټان څخه « ګټه اخيستونکو اشخاصو» په توګه یادونه شوي، هند وویل، چې د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب په اړه ډاډه نه دی.

دغه وزارت ويلي، چې دوی د کاناډا شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خبر ورکړی، چې په کاناډا کې د هندي ډیپلوماټانو او چارواکو «غیر ضروري په نښه کول» په بشپړ ډول د منلو وړ ندي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ د کاناډا د اوسني حکومت په ژمنو باور نه لرو، چې د دوی امنیت تضمین کړي. له همدې امله د هند حکومت د لوړ پوړو چارواکو او نورو ډیپلوماټانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.»

په اعلامیه کې راغلي، چې هند هم حق لري چې «د هند په وړاندې د افراطیت، تاوتریخوالي او بېلتونپالنې په اړه د کاناډا د حکومت د ملاتړ» په ځواب کې نور ګامونه پورته کړي.

د ډیلي او اوټاوا ترمنځ اړیکې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې سړې شوې.

کله چې ټروډو وویل کاناډا معتبر شواهد لري، چې په همدې کال کې د يو سیک بيلتون غوښتونکو مشر په وژنه کې د یو هندي وګړي لاس دی.

خو هند دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې کاناډا د دې ادعا د تایید لپاره کوم شواهد نه دي شریک کړي.