د مقاومت جبهه: په غور کې مو ۴ طالبان وژلي دي
د مقاومت جبهې په غور ولایت کې د ۴ طالبانو د وژلو خبر ورکړ. یادې جبهې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه طالبان یې د غور په چهارصده کې وژلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم د مقاومت جبهې د جنګیالیو لاس ته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې د مقاومت جبهې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د مقاومت جبهې جنګیالي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو بریدونه پیل کړي، چې تر اوسه یې لسګونو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
که څه هم دغې جبهې تل ټینګار کړی، چې د خلکو او هېواد د ازادۍ لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، خو څه موده مخکې لانګ وار جورنال مجلې لیکلي و، چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا د مقاومت په زیاتېدو سربیره د طالبانو د حکومت پروړاندې کوم ګواښ نه شته.
په دغه مجله کې دغه راز لیکل شوي، چې مقاومت نوی پیل شوی او دا د طالبانو د حکومت لپاره ګواښ جوړېدلای نه شي.