طالبانو په کندهار ولايت کې د غلا په تور یو تورن کس په ۳۹ دورو وهلی دی
د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په کندهار ولایت کې یې د غلا په تور یو کس ته ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړې ده.
دغې محکمې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار ولایت د طالبانو د مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې یې يوه تن ته چې پر غلا تورن و؛ تعزیري سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کس په دوه کاله بند هم محکوم شوی دی.
تېره اونۍ هم په کندهار کې د طالبانو استیناف محکمې د یوې خبرتیا په خپرولو سره د کندهار ښار اوسېدونکو ته بلنه ورکړې وه، چې د غلا او “زنا” په تور تورنو کسانو ته د سزا ورکول له نږدې وګوري.
که څه هم چې د بشري حقونو نړۍوالو ادارو په عام محضر کې د بدني سزاګانو په ورکولو پر طالبانو سختې نیوکې کوي؛ خو طالبانو په عام محضر کې د سزاګانو ورکولو لړۍ دوامداره ساتلې او وايي، په دې کار سره په ټولنه کې «شریعت» پلي کوي.