طالبانو په کندهار کې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو د لېدو لپاره خلک لوبغالي ته وربللي

په کندهار کې د طالبانو استیناف محکمې د یوې خبرتیا په خپرولو سره د کندهار ښار اوسېدونکو ته بلنه ورکړې، چې د غلا او “زنا” په تور تورنو کسانو ته د سزا ورکول له نږدې وګوري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په دغه ولایت کې د طالبانو د استیناف محکمې په حواله پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن چهار شنبه د ( تلې ۱۸مه) نېټه پنځو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکول کېږي.
په کندهار کې د طالبانو د استیناف محکمې له لوري په خپره شوې خبرتیا کې لیکل شوي، چې پنځه کسان چې د غلا او “زنا” په تور تورن دي، د کندهار ښار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کې په عام محضر کې سزا ورکول کېږي.
دوی د کندهار ښار له اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې، چې د احمدشاهي فوټبال لوبغالي ته ورشي او یادو پنځو کسانو ته سزا ورکول له نږدې وګوري.
په خبرتیا کې ویل شوي، چې دغو کسانو ته نن ماسپښین یوه نېمه بجه په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کې سزا ورکول کېږي.
له کندهار ښار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له لوري په سیمه‌ییزو راډیو ګانو او په جوماتونو کې هم احمدشاهي لوبغالي ته د خلکو د وربللو اعلانونه خپریږي.
طالبانو ویلي، چې خلک دې د عبرت په ګډون په عام محضر کې د سزا ورکولو ته ورشي.
که څه هم چې د بشري حقونو نړۍوالو ادارو په عام محضر کې د بدني سزاګانو په ورکولو پر طالبانو سختې نیوکې کوي؛ خو طالبانو په عام محضر کې د سزاګانو ورکولو لړۍ دوامداره ساتلې او وايي، په دې کار سره په ټولنه کې «شریعت» پلي کوي.